موخې

د سمون جرګه يو سياسي جوړښت دى چې د اسلام سپېڅلي دين او افغان پتمن ملت د منل شويو دودونو، عنعناتو او ملي ارزښتونو سره سم په هېواد کې د يو داسې نظام جوړول غواړى چې د ملي واکمنۍ، ملي خپلواکۍ او دهېواد د ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع او ساتنه وکړايشي.

په هېواد کې د سياسي نظام د جووړولو، کنټرول او ادارې لپاره، د يو داسې سيسټم جوړول چې په هر ډول حالاتو کې د نظام د نړېدو او په ټولنه کې د تېرو لسيزو په شان د ګډوډيو مخه د تل لپاره ونيولا يشي.

په هېواد کې د يو داسې نظام جوړول چې د افغان پتمن ملت د دين، سر، ناموس، عزت، مال، ملي ګټو، ملي نواميسو، ديني، ملي، کلتوري، افغاني او نورو ارزښتونو ساتنه وکړي.همدارنګه ملي يوالى، ټولنيز عدالت، دقانون حاکميت، اقتصادي وده، تلپاتې سولې رامنځ ته کېدو او د يوې سوکاله ټولنې د جوړېدو ضمانت وکړايشي.

د سمون جرګې تګلاره پر دوه اړخيزو ګټو او درناويو ولاړه او د سمون جرګه د جرګې د غړيو د پرېکړو پر بنسټ پرمختګ کوي، خو په جرګه کې د جرګې د مشرانو غړو څخه د ٢پر٣ برخې غړو ګډون شرط دي.

مالې چارې

د سمون جرګې مالي لګښت د جرګې د غړو پر غاړه دى.

اداري مدير او وياند

د جرګې اداري جوړښت د هېواد د مروجو دوديزو اصولو او قوانينو پر بنسټ جوړ او د جرګې د غړو تر ټولواکۍ لاندې دى. جرګه به وخت پر وخت د اړتيا سره سم خپل اداري جوړښت برابروي.

غړيتوب

دجرګې د غړيتوب د تګلارې سره سم، د هېواد هر ټولنيز، سياسي او کلتوري جوړښت او په هر ډګرکې شخصتيونه چې د جرګې د موخو سره تړون ولري او د هغوي د لاسته راوړلو لپاره هر ډول مالي او ځاني قربانۍ ته تيار وي دا وياړ ترلاسه کولاى شي.

د جرګې غړيتوب د جرګې د شته غړيو په ځانګړې بلنې، ژمنې او ضمانت ترلاسه کېږي. د جرګې په چوکاټ کې د جرګې له هر غړي څخه د هغه د وړتيا سره سم کار اخيستل کېږي، د جرګې د هر غړي برى د جرګې ګډ برى دى. د جرګې هره پرېکړه د جرګې ټولو غړو ته د منلو وړ ده.

د سمون جرګه ټاکلى مشر نلري، د هرې چارې لکه غونډې، ناستې، لاريون، خبرواترو، استازيتوب او داسې نورو لپاره به مشر د غړيو څخه د ناستې يا جرګې پرمهال په مسلکي يا نوبتي ډول ټاکل کېږي.


لنډ لينکونه

لنډ پيغامونه
( ! ) Deprecated: Function split() is deprecated in /var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php on line 123 Call Stack #TimeMemoryFunctionLocation 10.0011271912{main}( )../taglar.php:0 20.0030301384include_once( '/var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php' )../taglar.php:781 ../pages/events.php" class="more-khabar" title="د ټولو خبرتياوو لپاره کليک کړۍ" > د نورو خبرتياوو لپاره دلته کليک کړۍ
د اډمين برخه