• د جرګې اجنډا:د اخترمحمد خالد ساک، وکيل زېړګل ساک غړيتوب ، سمون جرګې دولسمشرځانګړنې اوله هغه څخه غوښتنې.  
    نيټه: 2013-07-24 10:09:31  
     

    داولسمې جرګې غړي له ښي لوري: محمد همايون فتحى (خواخوږى)، ن. ر. لېوال (مشر)، حکيم نورزى (مشر)، مولوي محمود الحسن محمود (خواخوږى)، محمد اصف وردګ (مشر)، فضل احمد رشتيا)مشر)،اختر محمد خالد(خواخوږى)، وکيل زېړګل سهاک (خواخوږى)

    اولسمه جرګه ١٣٩٢کال چنګاښ مياشتې٢١نېټه دجولاى ١٢، ٣ بجې دښاغلي فضل احمد رشتياپه مشرتابه او ښاغلي محمود الحسن محمودپه تلاوت پيل او په دعا پاى ته ورسېده.

    ښاغلي لېوال نوي غړي حاجي اختر محمد خالدساک اوښاغلى وکيل زېړګل ساک جرګې ته وروپېژندل. ورپسې نويو غړيو په خپل وار لاندې څرګندونې وکړې:

    ښاغلي اختر محمد خالد ساک وويل: زه حاجي اخترمحمد خالدساک دعبدالمحمد زوى داحسام الدين لمسى په خټه ساک يم دلوګرمحمد اغې ولسوالۍ دسرخاب کلي اوسېدونکى، اوس په ٣ مکرويانوکې اوسېږم. دتجارت ليسه مې لوستې، او تر دويم ټولګي مې اقتصاد لوستى دى. زه چې دجهاد له پيل څخه ترپايه په دعوت او اداري چارو کې چې کومې تجربې لرم هغه به له جرګې سره ډېره مرسته وکړي. ددې لپاره زه په جرګه کې غړيتوب غواړم کومې ناخوالې اونادودې چې شتون لري که خداى کول چې د جرګې له لارې هوارې کړو.

    همدغه راز ښاغلي وکيل زېړګل خپلې څرګندونې داسې وکړې. زه وکيل زېړګل ساک،پلارمې هزارګل خان اونېکه مې سردارمحمدنومېږي، په ساکو کې عاليخېل يم، د کابل، سروبي ولسوالۍ داوزبين دکلي اوسېدونکى اوس په کلوله پشته کې اوسېږم ځانګړې زده کړې مې په پېښور کې کړې دي دجهادله پيل څخه مې دجهاداوهجرت په ليکوکې تېرکړي دي او بيا مې دمجهادينوپه حکومت کې دغونډدقوماندان په توګه دنده لرلې ده دطالبانودحکومت پرمهال دجرګواومرکولپاره دخپل وطن اوقوم په خدمت کې وم داسلامي حکومت په راتلوسره مې دکنډک دقوماندان په توګه ، بيامې دوکيل په توګه دکابل ولايتي شورادنده لرله ، له هغې وروسته هم دقوم اوولس په کارونوبوخت وم. جرګه کې غړيتوب غواړم چې خپل قوم او دين ته خدمت وکړم .

    جرګې مشر دنويوغړو غړيتوب جرګې ته وياړ وباله او د جرګې په استازيتوب يې د غړيتوب مبارکي ورکړه او بيا ټولو غړو ورته مبارکي وويله.

    دجرګې له اجنډاسره سم دجرګې ګډونوالو غړودسمون جرګې د راتلونکي ولسمشرپه ځانګړنواوله هغه څخه په غوښتنواوږدې اوهراړخيزې خبرې وکړې د غړيو په غوښتنه د ولسمشر څخه پر غوښتنو د نورو څېړنو په موخه بلې جرګې ته پاتې شوې.

  • د جرګې اجنډا:د ښاغليواحمدضياضيا،قاضي محبوب الله شفيق مولوي ميرولي نوري، غلام شېر،شامحمد خان اوخان محمد غړيتوب، سمون جرګې دولسمشرځانګړنې اوله هغه څخه غوښتنې.  
    نيټه: 2013-07-10 13:32:51  
     

    دشپاړسمې جرګې غړي له ښي لوري:ميرسردارځدراڼ (وياند)،شامحمود پوپل (مشر)، جنرال حى ګل سلېمانخېل (مشر)، شامحمدحقيار(خواخوږى)، غلام شېرشېرزاد (خواخوږى)، واحديارعبدالرحيمزى (خواخوږى)،احمدضياضيا (مشر)، محمد حکيم خان (خواخوږى) ،خان محمد (خواخوږى)،مولوي ميرولي نوري (مشر)، محبوب الله شفيق (مشر)،ن.ر. لېوال (مشر).

    شپاړسمه جرګه ١٣٩٢کال چنګاښ مياشتې١٤ نېټه دجولاى ٥، ٣ بجې دښاغلي جنرال حى ګل سلېمانخېل په مشرتابه او ښاغلي مولوي ميرولي نوري په تلاوت پيل او په دعا پاى ته ورسېده.

    ښاغلي لېوال نوي غړي ښاغلى احمدضياضيا، ښاغلى محبوب الله شفيق او مولوي مير ولي نوري جرګې ته وروپېژندل. بيا ښاغلي پوپل، غلام شېر شېرزاد، شامحمدحقيار او خان محمدنوي غړي جرګې ته وروپېژندل،ورپسې نويو غړيو په خپل وار لاندې څرګندونې وکړې:

    ښاغلي احمدضياضيا وويل : نوم مې احمدضيا تخلص مې ضياپلارمې الحاج ستانه ګل اوداخترمحمد لمسى يم، په خټه عبدالرحيمزي، دوران خيل يم. دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ ددورانخېل کلي اوسېدونکى يم ، اواوس کابل نوي ښار١٠ناحيه موسى کلا کې ژوند کوم ، دکابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ شوى يم دافغانستان دځوانانودټولنې مشراودافغان ځوانانودخپرونې بنسټ اېښودونکى اومسئول مديرپاتې شوى يم، دوه کتابونه اوپه سلګونوعلمي مقالې مې په پښتواونوروژبوخپرې شويدي اوددې لپاره مې دسمون جرګې غړيتوب واخيست چې زما له سياسي اومدني موخوسره يې کړنې اوغوښتنې اړخ لګوي.

    قاضي محبوب الله شفيق دخپلوخبروپه ترڅ کې داسې وويل : نوم مې محبوب الله تخلص مې شفيق پلارمې مولوي شفيق الله نيکه مې ولي الله دلغمان ولايت مرکزداقوال خېل دکلي اوسېدونکى يم، په قوم صافي يم، اوسمهال دکابل په نهمه ناحيه کې ژوند کوم دلېسانس اوماسټرۍ په کچه مې لوړې زده کړې کړېدي ، دکابل پوهنتون دشرعياتوپوهنځي دفقهې اوقانون له څانګې فارغ شوى يم ،په مختلفواداروکې مې کارکړى دى ،له دوه سياسي ګوندونوسره مې قلمي مرسته کړې ، د الفلاح بنسټ چې يوبشري اوخيريه اداره ده، بنسټ اېښودونکى يم ، د افغانستان د مظلوم ولس يوالي او پرمختګ لپاره د سمون جرګې غړيتوب غوره کوم، زه نن ډېروياړم چې دسمون جرګې دغړيتوب وياړراپه برخه شو.

    مولوي ميرولي نوري خپله پېژندګلوي داسې وکړه : نوم مې ميرولي تخلص نوري دپلارنوم مې ميرغلام اودنيکه نوم مې سيدغلام دى دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍدسهاکوکلي اوسېدونکى، ميرعلى خيل يم ، ديني زده کړې مې په بېلوبېلومدرسوکې کړي ،لويه او وړه دوره مې په حقانيه دارلعلوم اکوړه خټک کې کړې د٢٠٠١ کال په پاى کې دحديثوله دورې فارغ شوى يم،بيا مې ديوجامع جومات خطابت درلود ، اوپه مدرسه کې استاد وم، په سروبي ولسوالۍ کې مې دعلماوپه غوښتنه په سيمه ييزه شورا کې دنده ترسره کړې ،اوس هم دعلماو شورا دمرستيال په توګه دنده لرم ،د تېرې ولايتي شوراټاکنوکې دکابل ولايت څخه ولايتي شورا ته نوماند وم ، دلغمان کابل پغمان دسرخېل په توګه مې دنده ترسره کړې ، د سمون جرګې په جوړښت ډېرخوشاله شوم نوځکه په دغه جرګه کې برخه اخلم چې ديوالي لپاره کاروکړم .

    غلام شېرشېرزادهم پخپل واردسمون جرګې برخوالوته داسې وويل : نوم مې غلام شېرتخلص شېرزاد دپلارنوم مې نادرخان دنيکه نوم مې خانشا دننګرهارولايت دشېرزادولسوالۍ دتوتوکلي اوسېدونکى، دجهاد په وخت مې جهاد کړى اوپخپله سيمه کې مې خلکوته ډېرزيات کارونه کړي ددې لپاره دجرګې غړى شوم چې لدې لارې خپلوخلکوته غوره کارونه وکړم ده زياته کړه: ښاغلي شامحمود پوپل څخه مننه کوم چې دسمون جرګې ته وروپېژندلم، اووياړم چې دسمون جرګې دغړيتوب وياړراپه برخه شو

    همدغه رازخان محمد پخپل وارخپله پېژندګلوي په دې توګه وکړه : نوم مې خان محمد دپلارنوم جلات خان نيکه مې ګل محمد دسرپل ولايت دمرکزافغاني ني مبران کلي اوسېدونکى ، اوسمهال په نيول شوې پښتونخوا کې ژوند کوم دافغان کډوالواستازى هم يم اوپه هېواد کې مې دجهاد پرمهال خلکوته غوره خدمتونه کړيدي ددې لپاره مې دسمون جرګې غړيتوب واخيست ترڅوخپلوزورېدلوخلکوته دغوره خدمت جوګه شم ، ډېروياړم چې دسمون جرګې غړيتوب راپه برخه شوم.

    همدغه راز شاه محمدسمون جرګې ګډونوالوته دخبروپه ترڅ کې داسې وويل : نوم مې شاه محمد تخلص حقياردپلارنوم پاچاګل دنيکه نوم مې بهرام الدين ، دکابل ولايت قره باغ ولسوالۍبهرام الدين کلاياکلي اوسېدونکى ، اوپخپله ولسوالۍ کې دسيمه ييزې شورا مشري په غاړه لرم ، ځانګړې زده کړې مې کړي، دښاغلي شامحمود پوپل څخه مننه کوم چې سمون جرګې ته وروپېژندلم، ځکه مې په دغه جرګه کې غړيتوب واخيست چې غوره سياسي مخوروګړي پکې غړيتوب لري . غواړم له دې لار ې خپلوخلکوته غوره کارونه ترسره کړم .

    جرګې مشر دنويوغړو غړيتوب جرګې ته وياړ وباله او د جرګې په استازيتوب يې د غړيتوب مبارکي ورکړه او بيا ټولو غړو ورته مبارکي وويله.

    دجرګې له اجنډاسره سم دجرګې ګډونوالو غړودسمون جرګې د راتلونکي ولسمشرپه ځانګړنواوله هغه څخه په غوښتنواوږدې اوهراړخيزې خبرې وکړې د غړيو په غوښتنه د ولسمشر څخه پر غوښتنو د نورو څېړنو په موخه بلې جرګې ته پاتې شوې.

  • د پنځلسمې جرګې:اجنډا:د ښاغلي انجنير اشناګل بانډه وال غړيتوب،

    د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره د جرګې د غړو امکانات او اسانتياوې څرګندول.

     
    نيټه: 2013-06-30 08:14:48  
     

    پنځلسمې جرګې غړي له ښي لوري ناست: ښاغلى شاه محمود پوپل (مشر)، ښاغلى ن.ر. لېوال (مشر)، ښاغلى حاجي حکيم خان (خواخوږى) ښاغلى انجنيراشناګل بانډه وال (خواخوږى) ، ښاغلى محمد همايون فتخى (خواخوږى)، ښاغلى عبدالله کندهارى (مشر)، ښاغلى حکيم نورزى (مشر)، ښاغلى مير سردار ځدراڼ (وياند) او ښاغلى ډاکټر اصف وردګ (مشر).

    پنځلسمه جرګه ١٣٩٢کال چنګاښ مياشتې٧ نېټه دجون٢٨، ٣ بجې د ښاغلي شاه محمودپوپل په مشرتابه او ښاغلي مير سردارځدراڼ په تلاوت پيل او د پوپل په دعا پاى ته ورسېده .

    ښاغلي لېوال نوى غړى انجنيراشناګل بانډه وال سمون جرګې ته وروپېژاند، بيا بانډوال جرګې ته داسې څرګندونې وکړې: نوم مې اشنا ګل بانډه وال دغلام محمدزوى او د غلام عمر خان لمسى، په کال ١٣٥٢کې د مياکلا کلي، نورګل ولسوالۍ، کونړکې نړۍ ته راغلى يم، په قام مومند او په خېل خليل يم. د يکه توت لېسې فارغ ، د مخابراتو د روزنيز مرکز لوستى يم، د ايبټ اباد پوهنتون څخه په سېول انجنيرۍکې مې ډېپلوم اخيستى، د حقوقواوسياسي علومو فاکولتې دادارې اودېپلوماسۍ د څانګې فارغ هم يم ، په کشمير کې افغانى مدني خوځښتونوبرخه وم ، د عربستان په جدې ښار کې مې د افغانانولپاره ټولنه جوړه کړې، له کنړه روانې ولسي جرګې ته نوماند وم. د هېواد ملي ګټو او ولسواکۍ په لاره کې هلوځلو د سمون جرګې غړيتوب ته هڅولى يم . د جرګې مشر د بانډوال غړيتوب جرګې ته وياړ وباله او د جرګې په استازيتوب يې د غړيتوب مبارکي وکړه او بيا ټولو غړو ورته مبارکي وويله.

    د جرګې د اجنډا سره سم د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره د جرګې شته غړو خپل امکانات او اسانتياوې څرګندې کړې او د نورو غړو څخه د پوښتنې لپاره سپارښتنې وشوې. د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د جرګې غوښتنې او د حکومت د چارو ډله د بلې جرګې د اجنډا لپاره وټاکل شوې.

  • څوارلسمه جرګه: اجنډا: د جرګې غړي په راتلونکو ټولټاکنو کې خپل دريځ او وس څرګند کړي.

     
    نيټه: 2013-06-21 17:19:17  
     

    څوارلسمه جرګه د ١٣٩٢ کال د غبرګولي په ٣١ نېټه د جون ٢١مه ٣ بجې د ښاغلي ډاکټر اصف وردګ په مشرتابه او د ښاغلي مير سردار ځدراڼ په تلاوت پيل او ښاغلي عبدالله کندهاري په دعا پاى ته ورسېده.

    د جرګې اجنډا سره سم غړو په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپل دريځ څرګندونې وکړي. د سمون جرګې پريکړه وکړه چې په هېوادکې د جمهوري رياست راتلونکو ټولټاکنو ته به خپل نوماند ولري.

  • ديارلسمه جرګه:اجنډا: ښاغلى جان مير ځاځى، ښاغلى شفيق مجاهد او ښاغلى محمد امين غړيتوب، د ټولټاکنو پهکله اندونه، د متحده ايالتونو امنيتي تړون پهکله څېړنې.  
    نيټه: 2013-06-17 11:51:23  
     

    ديارلسمې جرګې غړي له ښي لوري ښاغلى شاه محمود پوپل (مشر)، ښاغلى عارف الله الکوزى (مشر) ، ښاغلى مير سردار ځدراڼ (وياند)، ښاغلى جان مير ځاځى (خواخوږى)، ښاغلى حاجي حکيم خان (خواخوږى)، ښاغلى حکيم نورزى (مشر)، ښاغلى محمدشفيق منګل (مشر)، محمدامين ځاځى (خواخوږى)، ښاغلى عبدالله کندهارى (مشر) او ښاغلى ن.ر. لېوال (مشر).

    ديارلسمه جرګه د ١٣٩٢ کال د غبرګولي په ٢٤ نېټه د جون ١٤مه ٣ بجې د ښاغلي شاه محمود پوپل په مشرتابه او د ښاغلي کندهاري په تلاوت پيل او پاى ته ورسېده. په پيل کې د جرګې اجنډا سره ښاغلى جان مير ځاځى، ښاغلى شفيق مجاهد او ښاغلى محمد امين جرګې ته وروپېژندل شول او په وار سره دوى خپله پېژندګلوي جرګې ته وکړه:

    زه جان مير ځاځى، د نورحسن زوى او دپاستن لمسى دخوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ، د سوه کۍ کلي اوسېدونکى ، چې اوس په خوست کې مېشت اود ولايتي شورا مرستيال يم . د سيميزو او کليوالو د شخړو په حل کې پراخه ونډه اخلم، د بيارغونې پروژوڅارنه کوم، د خوست ولايتي ادارو په غونډو کې مې فعاله ونډه اخيستې ده او خپل اندونه مې څرګند کړي دي، په تېرو يوولسو کلونو کې د دولت کړنې په هره برخه کې ډېرې کمزورې دي، ولس ورځ په ورځ دولت څخه لېرې کېږي، زه سمون جرګه د ولسي ستونزو حل ګڼم او زه ډېر خوښ يم چې پدې غونډه کې ګډون کوم، د وخت اړتيا ده چې د يوالي لپاره کار وشي، جرګې او غونډې وشي پدې موخه د جرګې غړيتوب ترلاسه کوم. ښاغلي مشرد جرګې په استازيتوب د ښاغلي جان مير ځاځي هرکلى وکړ او د جرګې په استازيتوب يې د غړيتوب مبارکي ورکړه، په خپل وار سره د جرګې غړوهم ښاغلي ته د غړيتوب مبارکي وکړه.

    بيا ښاغلي محمد شفيق داسې څرګندونې وکړې: زه محمد شفيق د حاجي خانه باز زوى، د دلباز لمسى او د خوست ولايت موسٰى خېل ولسوالۍ د ځندې کلي اوسېدونکى ، د خوست ولايتي شورا پخوانى رئيس يم، د شخړو په هوارى کې مې د سيمې او کليو مرسته کړېده، د بيا رغونې کارونو څخه مې په کلکه څارنه کړې ده او په ډېرو غونډو کې مې برخه اخستې ده.

    ښاغلي محمد امين وويل چې: د سلطان جان زوى او د بهرام خان لمسى، د پکتيا ولايت ځاځيو ولسوالۍ د شامحمد کلي اوسيدونکى ،په بګراميو کې هستوګن ، د ودانيوجوړلو شرکت مرستيا ل يم او ښار جوړونې ماشينونه لرم. د پښتنو د يووالي لپاره غواړم چې د سمون جرګې غړيتوب ترلاسه کړم.

    دټولټاکنو په هکله اندونو کې پردې پريکړه وشوه چې: پدې وروستيو کې د افغانستان په سياسي غونډو کې، د " اجماع ملي" په نوم اصطلاح اورېدل کېږي، اجماع ملي په حقيقت کې د ايران مذهبي نظام شوراى نګهبان ته ورته ده .

    موږ " اجماع ملي" په ټينګه ردوو او د ټولټاکنو د شنډولو لپاره د کورنيو او بهرنيو مغرضو ډلو ټپلو يوه دسيسه بولو چې دوى غواړي د خپلو ناوړه او ناروا موخو د لاسته راوړلو لپاره يې وکاروي. افغان ولس د هېواد د نافذه قوانيونو په رڼا کې په هر حالت کې د رڼو، ازادو، عادلانه او په ټاکلي وخت ټولټاکنو سرته رسولو غوښتونکى دى. د ټولټاکنو ترسره کول په هره بڼه او حالت کې د دولت وجيبه ده.

    دجرګې د اجنډا سره سم پر راتلونکو ټولټاکنو ژورې خبرې او عالمانه بحثونه وشول چې په همدې سره جرګه پاى ته ورسېده چې لانورو څېړنو او بحثونو ته اړتيا ده، چې جرګه د ټاکنو په هکله پرېکړه وکړي. دننۍجرګې ټول وخت ټولټاکنو ونيو او د اجنډا دويمې موضوع "د متحده ايالتونو امنيتي تړون پهکله څېړنې او وړانديزونه" بلې جرګې ته پاته شو.

    د جرګې غړو پرېکړه وکړه چې راتلونکې جرګه کې هر غړى په ټولټاکنو کې خپل لورى او خپل وس څرګند کړي.

  • دولسمه جرګه:اجنډا:دښاغلي ډاکټر محمد اصف وردګ او ښاغلي حکيم خان غړيتوب، د ټولټاکنو پهکله اندونه، د متحده ايالتونو امنيتي تړون پهکله څېړنې.  
    نيټه: 2013-06-08 15:26:29  
     

    دولسمې جرګې غړي له ښي لوري ښاغلى عبدالله کندهارى ( مشر)، شاه محمود پوپل (مشر)، حى ګل سلېمانخېل (مشر)، مير سردار ځدراڼ (وياند)،جان اغا ملاخيل(خواخوږى)، حاجي حکيم خان (خواخوږى)، عارف الله الکوزى (مشر)، انجنيرصاحب خان (مشر)، محمد اصف وردګ (مشر)، ن.ر. لېوال (مشر).

    دولسمه جرګه٠ جرګه د ١٣٩٢ کال د غبرګولي په ١٧ نېټه د جون ٧مه ٣ بجې د ښاغلى وکيل صاحب خان په مشرتابه او تلاوت پيل، د ښاغلى کندهاري په دعا پايته ورسېده. د نننۍ جرګې مشر نويو غړيو ښاغلي ډاکټر اصف وردګ اوښاغلي حاجي حکيم خان ته هرکلى ووايه، په وار سره نوموړيو جرګې ته ځان داسې وروپېژندلو:
    زه محمداصف وردګ د خداى بخښلي حسن خان زوى، د محمديوسف خان لمسى، دوردګو، جغتوولسوالۍ دمحمد قلي کلي اوسېدونکى يم.دحقوقو،سياسي علومواوژورناليزم شاګرد يم ،په کال ١٣٤٦کې مې په راډيوافغانستان کې دنده ترسرکړې، دشهيد سردارداودخان له شهادت نه وروسته خپل کلي وردګو ته ولاړم اودروسانوتروتلو مې پخپلوامکاناتو جهاد کړى. تراوسه مې په هېڅ يو ګوند او کوم ګوډاګي نظام کې برخه نده اخيستې دسور استعمار تروتلووروسته په فرهنګي چاروبوخت يم ، دګوربت فرهنګي ټولنې مشر ،دپښتني فرهنګ اوپراختيا ټولنې مشراود رسنيونورې فرهنګي چارې له کلونوکلونوراپدې خوا راپغاړه وې همدغه رازدخپلوامکاناتوپه حدودوکې دهرملي خوځښت خدمتګارپاتې شوى يم، اوس د جرګې هم يو خدمتګار يم.
    د سمون جرګې مشر ښاغلي محمد اصف وردګ ډېر تود هرکلى وکړ او د جرګې دغړيتوب يې ورته مبارکي وويله،ښاغلى اصف وردګ د وردګو څخه لومړنى غړى دى، د جرګې غړو جرګې ته په غړيتوب مبارکي ورکړه.

    زه حاجي حکيم خان،د سيدمحمد زوي او د اکبرخان لمسي، د اريوب ځاځيوولسوالۍاو غوګيزې کلي اوسيدونکى يم ، پښتو ډېره راباندې ګرانه ده چې څوک په پښتو ښه خبره کوي خوشالېږم، زه جرګې ته د پښتنو د يوالي لپاره راغلى يم. ، ملي سوداګر يم د موټرو کاروبار کوم، د ځاځيو د شورا غړى يم، د جرګې مشر دده په غړيتوب خوښي څرګنده کړه او د جرګې د غړو په استازيتوب يې ورته د غړيتوب مبارکي وويله اوزياته يې کړه چې خداى دې ددوى غړيتوب بختور کړي.

    دجرګې د اجنډا سره سم پر راتلونکو ټولټاکنو ژورې خبرې او عالمانه بحثونه وشول چې په همدې سره جرګه پاى ته ورسېده چې لانورو څېړنو او بحثونو ته اړتيا ده، ترڅوجرګه د ټاکنو په هکله پرېکړه وکړي. دننۍجرګې ټول وخت ټولټاکنو ونيو اود ايجنډا دويمې موضوع "د متحده ايالاتو امنيتي تړون پهکله څېړنې او وړانديزونه" بلې جرګې ته پاته شو. د جرګې غړو ټينګار وکړ چې جرګه بايد پراخه او پياوړې شي.

  • يولسمه جرګه :اجنډا: د ښاغلى محمد جعفر واحديار عبدالرحيمزى غړيتوب ، د متحده ايالاتو تړون او اډې  
    نيټه: 2013-05-25 07:25:21  
     

    يولسمې جرګې غړي له ښي لوري :ميرسردار ځدراڼ زوى (مېلمه)، مولوي محمودالحسن (خواخوږى)، محمد جعفر واحديار عبدالرحيمزى (خواخوږى)، عبدالله کندهارى (مشر)، شاه محمود پوپل (مشر)، ميرسردار ځدراڼ (وياند)، عارف الله الکوزى (مشر)، ن.ر. لېوال (مشر).

    ١١ جرګه د ١٣٩٢ کال د غبرګولي په ٣ نېټه د مۍ ٢٤مه ٣ بجې د ښاغلي پوپل په مشرتابه او د ښاغلي کندهاري په تلاوت پيل او دعا پاى ته ورسېده. د متحده ايالاتو په امنيتي تړونونو او اډو مرکه پردې پاى ته ورسېده چې تر بلې جرګې به ټول غړي مشورې او څيړنې کوي.

  • لسمه جرګه: اجنډا: د ښاغلى انجنير صاحب خان، انجنير حبيب الرحمن رحمت مايار او انجنير ګلستان معارج غړيتوب، د ډيورڼد کرښې پهکله د جرګې غوښتنې، د سمون جرګې وياند ټاکل.  
    نيټه: 2013-05-25 06:13:33  
     

    لسمې جرګې غړي له ښي لوري : شاه محمود پوپل (مشر) ، انجنيرصاحب خان (مشر)، ډاګټر رحيم پښتونيار (مشر)، انجنيرحبيب الرحمن رحمت مايار (مشر)، عارف الله الکوزى(مشر)، د انجنيرحبيب الرحمن رحمت مايار زوي (مېلمه) ن.ر. لېوال (مشر)، محمد همايون فتخى(خواخوږى)، انجينرګلستان معارج (خواخوږى)، عبدالله کندهارى (مشر)، دوست محمداجرستانى (خواخوږى)، ميرسردار ځدراڼ (خواخوږى).

    ١٠ جرګه د ١٣٩٢ کال د غويي په ٢٧ نېټه د مۍ ١٧مه ٣ بجې د ښاغلي ډاکټر پښتونيار په مشرتابه او د ښاغلي کندهاري په تلاوت پيل او دعا پاى ته ورسېده. د جرګې څلورمه پرېکړه کې د سمون جرګې نوى غړى ومنل او وياند وټاکل شو. پنځمه پرېکړه کې د ډيورڼد د کرښې سيمې يا نيولشوې پښتونخوا د پښتنو شريکه برخه ده پرېکړه وشوه .

    دڅلورمې پرېکړې متن
    ښاغلى انجنيرصاحب خان د مشر، انجنيرحبيب الرحمن رحمت مايار د مشر او انجينرګلستان معارج د خواخوږي غړي په ډول جرګې ته وروپېژندل شول او دوى پخپل وار جرګه کې د غړيتوب ترلاسه کول خپل وياړ وګاڼه، د جرګې د غړو له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو او د دوى غـړيتوب يې جرګې ته وياړ وباله. په خپلو خبرو کې ښاغلي صاحب خان وويل "ځکه د سمو ن جرګې غړيتوب غوره کوم چې سمون ته اړتيا ده"، ښاغلي رحمت وويل " ډلې شته چې هڅې کوي زموږ ټولنه د ناڅرګندو پايلو لور ي ته روانه کړي، د سمون جرګې غړي چې زه يې پېژنم خپل ملت ته ژمن دي، زه خوشاله يم چې د سمون جرګې برخه شوم"، ښاغلي معارج وويل "جرګه د همکاريو او همغږيو ځاى دى نه د سياليو" خوښ يم چې د جرګې غړ‌ى شوم.

    د لسمې جرګې ښاغلى ميرسردارځدراڼ، د سمون جرګې تر بيا پرېکړې دسمون جرګې دوياند په توګه وټاکل شو. دى به دجرګې رسمي اندونه د جرګود پرېکړوپه رڼا کې څرګندوي. که د کومې مسئلې په اړه جرګه پرېکړه نلري، دى يوازې د خپل ځانګړي اند څرګندولو حق لري.

    د پنځمې پرېکړې متن
    د ډيورڼد کرښې سيمه د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا د پښتنو شريکه برخه ده.

    د سمون جرګه د ډيورنډدکرښې او پښتونخوا په اړه راپورته شويو نويو خوځښتونو پهکله ولس، دولت او ښکېلواړخونو څخه لاندې غوښتنې او سپارښننې لري:

    د ډيورنډدکرښې تاريخچه
    د ډيورنډکرښه يوه نا څرګنده، نامنل شوې، استعماري او تپل شوې کرښه نه بلکې د پښتنو سيمه ده چې تر اټکه او جېلم پورې غزېدلې ده، چې د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا پښتانه يې په شريکه څښتنان دي. د بهرنيو يرغلګرو په ځانګړي ډول د انګرېزانو سره د افغانستان او پښتونخوا تاريخ او جګړې د لمر پشان روښانه دي چې تر جېلم پورې نيولشوې پښتونخوا د افغانستان او نيولشوې پښتونخواد پښتنو شريکه برخه ده، ددې پهکله پرېکړه په يوازې د افغانستان او يا نيولشوې پښتونخوا پښتانه هېڅکله نشي کولاى، ترڅو دواړو لوريو ته د منلو وړ نوي.

    دغه سيمه د برتانوي هند د پرمختګ تګلارې ( پاروډ پاليسي) څخه وروسته د وېش او حکومتکولو تګلارې (ډيوايډانډ رول پاليسي) لمخې په ١٨٩٣ زېږديز کې د پښتنو سره د دښمنۍ پر بنسټ، د پښتنود وېش لپاره د هغه وخت پر حکومت، د برتانيې استعماري امپراتورۍ په درغليو داسې سيمه اعلان کړې وه چې په چارو کې به يې د برتانيې حکومت د افغانستان حکومت سره مرسته کوي، ماليه او نور عايدات چې راټولېږي،ځاىي حکومت به عادي لګښت ورڅخه پوره کوي او پاتې پيسې به د افغانستان حکومت ته سپاري، دغه خبره زموږ په ژوندي تاريخ کې يوبل ته راپاتېږي . د يادونې وړ ده چې دغه ورکړه د وخت امير عبدالرحمن خان ته ځينې ناخبره کسان د تنخا او يا باج په نامه هم يادوي. ځينې ناخبره تر اوسه د کوم تړون لاسليک ته اشارې کوي، هېڅ چا د امير لاسليک شوى سند ندى ليدلى، که کوم ليکلى او يا ويلى سند وي هم، يواځې د يو کس چې په سياسي ډول يرغمل شوى لاسليک يا هوکړه ده او هېڅ د منلو وړ نده .

    د نړيوالو منل شويو قوانينو پر بنسټ د دولت نوى واکمن دا حق لري چې زاړه تړونونه بې اعتباره اعلان کړي، ځکه چې نوي دولتونه نوي حقوقي شخصيتونه لري، پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک شوي.
    بين المللي تړونونه مشخصې ځانګړنې لري چې له يوه نه بل ته لېږدېدلاى نشي هغه حقوق او وجايب چې د له منځه تللى جوړښت د تړون پر بنسټ منځته راغلى وي بل ته په ميراث نه پاتې کېږي او د اصولو له مخې که لورى له منځه ولاړشي، د هغه حقونه او وجېبې هم ورسره له منځه ځي. کله چې يوه برخه له يو هېواد نه بېله شي دا برخه بايد په ازاد ډول د خپلو تړونونو په اړه خبرې وکړي. هندي برتانيې سره تش په نامه شوى تړون د هېڅ قانون له مخې پاکستان ته په ميراث نشي پاته کېداى.

    تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کې تر اوسه پورې هېچاد نيولشوې پښتونخواسيمه دپاکستان برخه نده بللې اود افغانستان تېروحکومتونووخت پروخت نيولشوې پښتونخوا د هېواد نبېلېدونکې برخې لپاره هرډول قربانۍ ته چمتوالى ښودلى.

    امير عبدالرحمن خان له انګرېزانوڅخه خپه و ،خود خپل واک ساتلو په مجبورۍ کې يې دانګريزانو ملګرتياکوله، دى د خپلو خاطراتوکتاب د دويم ټوک په 159مخ کې ليکي : ((انګريزان وايي: موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته اړتيا نلرو... خو له بلې خوا د بلوچستان د خواجه په غونډيو کې د تونل ايستلوهوډ لري ....لکه زماپه کولموکې چې چاړه وهي)).د اسنادو لمخې څرګندېږي چې عبدالرحمن خان دډيورنډکرښې هاخوا يو شمېر مېشتووګړوڅخه خپه و او هغه يې ياغيان بلل ، د هغه دا شان احساساتي او غيرمسئولانه چلندد نيولشوې پښتونخوايو لامل ګڼلاى شو.

    پښتنو مشرانو نيولشوې پښتونخوا کې د خپل برخليک د ټاکلو په لار کې په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه ګاللي دي د بېلکې په توګه خدايي خدمتګاران، خو د خپلې ازادۍ بيرغ يې لوړ ساتلى دى. خداى بښلي مشر پاچا خان د 1967 د پښتونستان دورځې په وينا کې وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا کوي چې د پاکستان له جوړېدوتر مخه په پښتونخواکې ولسپوښتنه (ريفرنډم) وشو .زه دا په کلکه داسې ردوم :

    ١: ولسپوښتنه يا ريفرنډم نارې د برتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندې پيل شوې چې موږ ته د منلو وړ نه وې .
    ٢ : هغه د محدودو رايو پر بنسټ وې.
    ٣ : پر رايو ورکولو باندې څارنې او لار ښوونې نوې.
    ٤ : په راى ورکولو کې زياته لاس وهنه وشوه .
    ٥ : په راى ورکولو کې ډېرى پښتنو برخه نه وه اخيستې.

    ځينې دروغجن په نيولشوې پښتونخوا کې دانګريزانو لخوا چې کوم دروغجن او ډېر خاينانه توګه پلى شوې ولسپوښتنه يا (ريفرنډم) ته اشارې کوي، په دغه ولسپوښتنه کې ولس ته دوه انتخابه ول. چې په ولسپوښتنه کې يو لوري ته قران کريم او بل لور ته د هندي مذهب توکي ايښيول او د نيولشوې پښتونخوا ولس ته يې ويل چې کوم يو غواړئ؟

    په دغه ولسپوښتنه کې بايد پوښتنې په لاندې ډول شوې واى:
    چې ځانته هېواد ، افغانستان سره يو کېدل،پاکستان سره پاته کېدل اوکه هندوستان سره پاته کېدل غواړئ؟ دغه پوښتنې د پښتونخوا د ولس خداى او قانون ورکړى حق و چې ندى ورکړل شو‌ى. همدارنګه که دغه ولسپوښتنه شوې هم وي، د پښتنو چې پردغه سيمه يې تر ننه د وينو سيلابونه روان دي، نور د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا ولس په يوازې دا حق نلري چې د بل چاسره ولاړشي.

    تر دې ليکنې پورې په نيولشوې پښتونخوا کې پاکستان په ٦٦ کلونو کې پښتون ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري او قانوني حق ندى ورکړى، چې د شرم ځاى دى.

    د پاکستان دولت څخه غوښتنه
    د پاکستان د دولت د تېريو او تش په نوم ولکې لاندې پښتونخوا کې ډېر زور، زياتى، ناروا، نسل وژنه، حق خوړنه اوبشري ناورينونه د پاکستان د دولت لخوا روان دي، چې پکې د ننني عصر اسلامي او غير اسلامي قوانين ټول تر پښتو لاندې کېږي. د پاکستان دولت دغو انسانيت ځوروونکو ظلمونو اوتېريولړۍ ته بايد د پاى ټکى کېږدي. د قبايلي او مرکزي پښتونخوا د ډلييزوځورونو قانون يا "اپ سي ار" بايد پاى ته ورسوي، د دغه قانون لمخې د قبايلي پښتونخوا ولس دغوښتنې يا اپيل، وکيل،او دليل حق نلري، د زوى په جرم پلار، ورور، خپلوان ،خېل، قبېلې اوسيمې خلک نيول، کنځل، رټل، زنداني او تاواني کېږي، دغه د بشريت ضد قانون اوسنۍنړۍ ته د منلو وړ نه دى. پاکستان بايد وشرمېږي چې دغه ډول قانون پر بېوزله پښتنو پلى کوي او ځان ته اسلامي هېواد هم وايي . نيولشوې پښتونخوا کې بايد ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري حق ورکړاى شي.

    د افغانستان د دولت له اوسنيو اوراتلونکوچارواکوڅخه غوښتنه:
    د سمون جرګه د وخت له دولت نه غوښتنه او ورته سپارښتنه کوي چې خپلو خبرو او اصطلاحاتو ته پام وکړي. دوى دې دډيورنډ د تپل شوې کرښې هاخوا پرتې سيمې د "نيول شوې پښتونخوا" په نوم يادې کړي او په جملو او کلمو کې دې په لاندې ډول ووايي او وليکي:

    د پاکستان له خاورې زموږ پر خاوره بريد يا تېري کولو پرځاى بايد وويل او وليکل شي:
    د نيولشوې پښتونخواڅخه بريدونه او تېري کېږي.
    په نيول شوې پښتونخوا کې د تروريزم مرکزونه دي.
    له نيولشوې پښتونخوا څخه پاکستاني پوځ ړندې ډزې کوي.

    خوکه کوم تېرى، لاسوهنه، ډزې چې له جيلم هاخوا څخه شوي وي هغو ته بايد د پاکستان له خاورې څخه وويل او و ليکل شي.

    د وخت دولت ځينې ادارې،اوکارکوونکي په لاشعوري ډول د هېواد سياسي نقشه کې د ډيورنډکرښه د ټکى ټکى(......) يانې نامنل شوې کرښې پرځاى د پوره يا رسمي کرښې په ډول انځوروي او کاروي. د سمون جرګه يادونه کوي چې د نړيوالومعيارونولمخې دډيورنډکرښې په ډول کرښې،د ناڅرګندو او ناپېژندل شويو پولو په ډول په ټکي ټکى رسمېږي. او له دولت او ولس څخه غواړي چې د هېوادنيمګړې نقشه دې په خپلونخښو او مونوګرامونو کې نکاروي.

    د برتانيا او متحده ايالتونوڅخه غوښتنه
    د سمون جرګه دبرتانيااومتحده ايالاتودولتونوڅخه غوښتنه کوي چې د ډيورنډدکرښې په څېرزاړه استعماري تړونونه په ولسونو مه تپۍ، دا ولسونو ته د منلو وړ ندي، دا به ولسونه ستاسې پر ضد راوپاروي او پايلې به يې د دوى او ولس لپاره د اندېښنو وړ او ستر زيان لرونکي وي .

    ملګروملتو څخه غو ښتنه
    د ډيورنډ کرښه پر پښتون ولس د جبر، ناروا، بشري حقونو ترپښولاندې کول او بېلتون کرښه ده، د سمون جرګې په اند اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د ډيورڼد د کرښې دواړوخواووته دتپلشويو جګړو،بې باوريواو نړيوالو ناسمو سياستونو له امله امن، سوله او خپلواکي نشته، نو حقيقي ارادو او اندونو څرګندول ناشوني دي. د ډيورنډ کرښې پهکله پرېکړه د ښکېليو هېوادونو حق نه، بلکې د دواړو لوريو ولسونو يوازېنى او ځانګړى حق دى. زموږ په اند پرېکړه هغه وخت د منلو وړ کيداى شي چې پښتون ولس دواړه لوري، سوله او خپلواکي ولري.

    د سمون جرګه ملګرو ملتو ته سپارښتنه کوي چې زموږ سيمه ، افغانستان او پاکستان ملتونه اوس په ډېر بحراني او کړکېچن حالت کې ښکېل دي، نو په دغه ډول حالاتو او وخت کې د ډيورنډ د د نامنل شوې کرښې غوندې مهمې، تاريخي او کړکېچنې مسئلې په هکله د هېڅ ډول غوښتنې او پرېکړې ملاتړ ونکړي.

  • نهمه جرګه :اجنډا: د ښاغلى جنرال حى ګل سلېمانخېل غړيتوب، د جرګو د غونډو وخت بدلون، ټولټاکنو يا انتخاباتو، کره سرشمېرنې او الکټرونيکي تذکره يا ملي پېژندکارټ پر وړانديزونو کره کتنه.  
    نيټه: 2013-04-14 15:44:32  
     

    له ښي لوري: ن.ر.لېوال (مشر)، جنرال حى ګل سلېمانخېل(مشر)، عبدالحکيم نورزى (مشر)، عبدالله کندهارى (مشر) او فضل احمد رشتيا)مشر).

    ٩ جرګه چې ١٣٩٢کال دوري مياشتې په ٢٣ نېټه داپرېل١٢مه ٨بجې دښاغلي عبدالله کندهاري په مشرتابه او تلاوت پيل او لاندې پرېکړې او مرکې سره پاى ته ورسېده:

    مرکه: ١٣٩٢ د ټولټاکنو، الکټرونيکي تذکره يا ملي پېژندکارټ اوسرشمېرنې د وړانديزونو په اړه د جرګې غړو پر راټولو مالوماتو خبراترو او شننو وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې نوره څېړنه هم بايد وشي، او په راتلونکو جرګوکې پورتنۍ اجنډا به بيا تر غورلاندې ونيول شي.

    دريمه پرېکړه: دجرګې غړي په دې سلاشول چې دراتلونکو جرګوغونډې لدې وروسته د ماښام ٨ بجو پرځاى د هرې جمعې په ورځ ٣ بجې پيل کېږي هيله ده چې ګډونوال له ٣بجو مخکې ځانونه راورسوي.

  • اتمه جرګه بيلبره(اجنډا): د جرګو د غونډو ورځ او وخت ټاکل او ١٣٩١ د فارغينو د کانکور د درغليزو په هکله د جرګې دريځ.  
    نيټه: 2013-03-24 11:08:03  
     

    له ښي لوري: فضل احمد رشتيا)مشر)، عبدالحکيم نورزى (مشر)، شاه محمود پوپل (مشر)، ميرسردار ځدراڼ (خواخوږى)، ن.ر.لېوال (مشر)، مولوي محمود الحسن محمود(خواخوږى)، عارف الله الکوزى (مشر).

    جرګې خپله ٨جرګه چې ١٣٩٢کال دوري مياشتې په ٣ نېټه دمارچ ٢٣مه ١٢بجې دښاغلي عبدالحکيم نورزي په مشرتابه او دښاغلي مولوي محمودالحسن محمود لخوا دقرانکريم مبارکوايتونوپه تلاوت پيل او لاندې پريکړو سره پاى ته ورسيده:

    لومړى پرېکړه:
    دجرګې غړي په دې سلاشول چې دراتلونکوجرګوغونډې به د دونۍ/دوشنبې په شپه پوره ٨ بجو پيل کېږي هيله ده چې ګډونوال په ٧بجو او٣٠دقېقو ځانونه راورسوي.

    دويمه پريکړه: ١٣٩١ د فارغينو د کانکور ازموينې د منلو وړ ندي
    د سمون جرګې پخپله ٨ جرګه ، چې د ١٣٩٢کال د وري د مياشتې په ٣ نېټه ترسره شوه د ١٣٩١ د فارغانو د کانکور ازموينه له درغليو ډکه ګڼي او د جرګې پريکړه د دغه ستر ناورين په هکله په لاندې ډول اعلانوي.

    • د ١٣٩١ د کانکورد ازموينې ټولې پايلې يا نتايج دې د هېواد په کچه لغوه اعلان کړاى شي.
    • دا چې اوس د بيا کانکور ازموينې ترسره کولو وخت نشته، نو سږ کال لپاره دې د هېواد د لوړو زدکړو موسسو ته محصلين، د هېواد د نفوسوو په تناسب وروپېژندل شي .

  • اوومه جرګه بېلبره(اجنډا): د الحاج عبدالواحد سائس (مشر)، الحاج نواب منګل (مشر)، فضل احمد رشتيا (مشر)، ښاغلي محمد اجمل بشريار (خواخوږي) او ،ښاغلي جان اقا ملاخيل (خواخوږي) غړيتوب. د سمون جرګې وبپاڼې پرانسته.  
    نيټه: 2013-03-04 13:39:32  
     

    له ښي لوري ناست:الحاج عبدالواحد سائس (مشر)، ښاغلى شاه محمود پوپل(مشر)، الحاج نواب منګل (مشر)، ښاغلى عبدالله کندهاري (مشر)، فضل احمد رشتيا (مشر)،
    له ښي لوري ولاړ:ښاغلي محمد اجمل بشريار (خواخوږي)، ښاغلي ميرسرور ځدراڼ (خواخوږي)، ښاغلي دوست محمد اجرستاني(خواخوږي)،ښاغلي جان اقا ملاخيل (خواخوږي)، الحاج عبدالاکبر يوسفزي (خواخوږي)، ښاغلى عارف الله الکوزى (مشر) او ښاغلى ن.ر.لېوال (مشر)

  • شپږمه جرګه بېلبره (اجنډا): دوست محمد اجرستاني(خواخوږي)، ښاغلى مير سردار ځدراڼ (خواخوږى)، ښاغلى عبدالله کندهاري (مشر) غړيتوب.  
    نيټه: 2013-03-04 13:11:45  
     

    له ښي لوري: ښاغلى شاه محمود پوپل(مشر) ، ښاغلى عارف الله الکوزى (مشر)، دوست محمد اجرستاني(خواخوږي)، ښاغلى مير سردار ځدراڼ (خواخوږى)، ښاغلى عبدالله کندهاري (مشر) او ښاغلى ن.ر.لېوال (مشر)

  • پنځمه جرګه بېلبره(اجنډا) ډاکټر رحيم پښتونيار (مشر)،ډګروال پير محمد باوري (خواخوږى لندن) او ښاغلى عارف الله الکوزى (مشر)غړيتوب.  
    نيټه: 2013-03-04 13:09:39  
     

    پنځمه جرګه
    له ښي لوري: ډاکټر عجب ګل مومند (خواخوږى)، ښاغلى شاه محمود پوپل(مشر) ډاکټر رحيم پښتونيار (مشر)،ډګروال پير محمد باوري (خواخوږى لندن)، انجنير احمدشاه ځدراڼ (مشر)، ښاغلى عارف الله الکوزى (مشر)، انجنير محمدقاسم(خواخوږى) او ښاغلى ن.ر.لېوال (مشر)

  • څلورمه جرګه بېلبره(اجنډا)انجنير احمدشاه ځدراڼ (مشر)، ښاغلى محمد همايون فتخى (خواخوږى) او انجنير محمدقاسم(خواخوږى)  
    نيټه: 2013-03-04 13:04:16  
     

    له ښي لوري: ښاغلى ن.ر.لېوال (مشر)، ښاغلى محمد همايون فتخى (خواخوږى) انجنير احمدشاه ځدراڼ (مشر)، انجنير محمدقاسم(خواخوږى) او ښاغلى شامحمود پوپل (مشر)

  • درېمه جرګه بېلبره(ايجنډا): مولوي محمودالحسن محمود او ډاکټر عجب ګل مومند غړيتوب.  
    نيټه: 2013-03-04 12:53:56  
     

    له ښي لوري: مولوي محمودالحسن محمود (خواخوږى)، ښاغلى عبدالحکيم نورزى (مشر)، ډاکټر عجب ګل مومند (خواخوږى) ن.ر.لېوال (مشر) او ښاغلى شامحمود پوپل (مشر)

  • دويمه جرګه

    بېلبره: (اجنډا) ډاکټرعبدالولي وکيل غړيتوب
     
    نيټه: 2013-03-04 12:52:04  
     

    له ښي لوري: ښاغلى عبدالحکيم نورزى (مشر)، ښاغلى ن.ر.لېوال (مشر)، ډاکټرعبدالولي وکيل (خواخوږي) او ښاغلى شامحمود پوپل (مشر)

  • لومړى جرګه: بېلبره(اجنډا):د سمون جرګې رسمي پيل  
    نيټه: 2013-03-04 12:41:55  
     

    له ښي لوري: ښاغلى شامحمود پوپل (مشر)، ښاغلى عبدالحکيم نورزى (مشر) او ښاغلى ن.ر.لېوال(مشر)

لنډ لينکونه

لنډ پيغامونه
( ! ) Deprecated: Function split() is deprecated in /var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php on line 123 Call Stack #TimeMemoryFunctionLocation 10.0011265648{main}( )../events.php:0 20.0092294776include( '/var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar.php' )../events.php:432 30.0095316512include_once( '/var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php' )../sidebar.php:17 ../pages/events.php" class="more-khabar" title="د ټولو خبرتياوو لپاره کليک کړۍ" > د نورو خبرتياوو لپاره دلته کليک کړۍ
د اډمين برخه