د غړيتوب تګلاره

د سمون جرګې د غړيتوب ترلاسي لپاره د جرګې تګلاره داسې څرګندوي: دجرګې د غړيتوب له تګلارې سره سم، د هېواد هر ټولنيز، سياسي او کلتوري جوړښت ،په هر ډګرکې شخصتيونه چې د جرګې د موخو سره تړون ولري او د هغوي د لاسته راوړلو لپاره هر ډول مالي او ځاني قربانۍ ته تيار وي د جرګې غړيتوب ترلاسه کولاى شي."

د هڅو، وفا، ژمنتيا، قربانۍ او جوړښت لمخې، د مشرانو جرګې تر بيا پريکړې، اوس د جرګې غړيتوب په لاندې دوه ډوله دى.

د مشرانو غړيتوب

o د مشرانو جرګې غړى بايد د يو سياسي يا ټولنيز جوړښت مشر وي.
o د سمون جرګې مالي لګښت د جرګې د مشرانو غړو پر غاړه دى.
o د مشرانو جرګې د غړي عمر بايد له پنځويشت کلونو کم نوي.
o د مشرانو جرګې هر غړى اړ دى چې په هره جرګه کې برخه واخلي.
o د سمون جرګه د غړيو له سياسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنيزو تړاوونو، کړنو او هڅو سره څه تړاو نلري او نه کوم غړى د لرلو يا نلرلو لپاره هڅوي. غړيتوب له څه تړاوه پرته د شخصيتونو پر ځانکړو لاسته راوړنو ترلاسه کېږي.

د خواخوږو غړيتوب

o دخواخوږو غړيتوب هر سياسي، کلتوري او ټولنيز شخصيت ترلاسه کولاى شي.
o خواخوږي غړي لوړه کوي چې تل به د مشرانو مني، ساتنه او درناوى به يې کوي.
o د خواخوږو غړيو عمر بايد له اتلس کلونو کم نوي.

د غړيتوب لاره

د جرګې هر غړي دا حق لري چې پر خپل مسئوليت جرګه نورو ته وروپېژني او هغوى وهڅوي چې د جرګې برخه شي. د جرګې غړى اړ دى چې د مشرانو جرګې په ناسته کې د رابلونکي په هکله بشپړ مالومات ورکړي. د مشرانو د منلو څخه وروسته به په بله جرګه کې نوى غړى رابلل کېږي.
کله چې رابلل شوى غړى لومړى ځل جرګې ته راځي، رابلونکى غړى به جرګې ته نوموړى ورپېژني او ژمنه يې کوي. بيا نوى غړى جرګې ته خپله پېژندنه او جرګې ته د راتګ موخه بيانوي.
نوى غړى به د جرګې د غړيتوب فورمه لاسليک کوي او لوړه کوي. د ناستې جرګې مشر او غړي مبارکي ورکوي.
په پاى کې د جرګې د ټولو غړو سره لاس ورکول او ګډ عکس اخيستل د جرګې د غړيتوب تر ټولو غوره تاريخي لاسته راوړنه او د غړيتوب بيلګه ده.

يادونه: د سمون جرګه تر دې دمه، يوازې مشران غړي ( د جوړښتونو مشران) او خواخوږي غړي (نامتو او وتلي شخصيتونه) ترلاسه کولاى شي. که تاسې په اړوند ټولګو کې نه راځي، هيله ده تر هغې موږ وبښئ، چې د جرګې رسمي غړيتوب د ټولو لپاره پيل کېږي.

د الله (ج) څخه ټولو ته نيکمرغي غواړو.


لنډ لينکونه

لنډ پيغامونه
( ! ) Deprecated: Function split() is deprecated in /var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php on line 123 Call Stack #TimeMemoryFunctionLocation 10.0114271912{main}( )../gharitob.php:0 20.1174301384include_once( '/var/www/clients/client0/web20/web/include/sidebar_events.php' )../gharitob.php:781 ../pages/events.php" class="more-khabar" title="د ټولو خبرتياوو لپاره کليک کړۍ" > د نورو خبرتياوو لپاره دلته کليک کړۍ
د اډمين برخه